سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یوه ځوان خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پښه پرون ماښام (د لیندۍ ۱۸مه) د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وحیدالله نظامي وايي، دغه پېښه د پلخمري ښار په دوهمه برخه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې یوه ځوان خپله مور د تېشې په ګذارونو وژلې او ورور یې زخمي کړی دی.
د هغه په وینا قاتل ځوان حسیب الله نومېږي او ۲۲ کلن دی، چې نن د پولیسو له خوا نیول شوی دی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دی په ګوته شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په بادغیس ولایت کې د یوه جومات ملاامام له خپلې مېرمن څخه سر پرې کړی وو.
جمهورخبري آژانس:بغلان