کورنیو چارو وزارت:

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت مرستیال نیول شوی دی

20 قوس 1397 ساعت 11:13

کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، عبدالجلیل حقاني چې د ملګرومتلونو په تور لېست کې هم و پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۹ مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شوي، چې غوښتل یې پاکستان ته واوړي.

سرچینه زیاتوي، عبدالجلیل حقاني، چې د انټرپول پولیسو تر څار لاندې هم و غوښتل په جعلي هویت او جعلي پاسپورټ د ولي محمد د ګل محمد د زوی په نوم د سپین بولدک له لارې پاکستان ته واوړي، چې د کورنیو چارو وزارت د انټرپول پولیسو له خوا وپېژندل شو او ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې عبدالجلیل حقاني د بایومتریک سیستم پر مټ پېژندل شوی چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 111188

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111188/

جمهور
  https://www.jomhornews.com