اروزګان کې د طالبانو د وسلو او مهماتو درې زېرمې له منځه وړل شوې دي

20 قوس 1397 ساعت 11:33

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ هوايي ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې لوی پټنځایونه له منځه وړي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ هوايي ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې لوی پټنځایونه له منځه وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۰ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو پرون د اروزګان د مرکز اړوند سیمه کې د طالبانو د وسلو پر پټنځایونو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوی دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com