ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ هوايي ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې لوی پټنځایونه له منځه وړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۰ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو پرون د اروزګان د مرکز اړوند سیمه کې د طالبانو د وسلو پر پټنځایونو بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوی دي.
دغه راز دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل