استرالیا افغان ځواکونو ته نوې دفاعي سیستم ورکړی دی

20 قوس 1397 ساعت 12:45

استرالیا افغان امنیتي ځواکونو ته د سپین زرو ډال په نامه داسې یو سیستم ورکړی، چې پر مټ یې کېدای شي، د ځینو چاودنو مخه ونیول شي.


استرالیا افغان امنیتي ځواکونو ته د سپین زرو ډال په نامه داسې یو سیستم ورکړی، چې پر مټ یې کېدای شي، د ځینو چاودنو مخه ونیول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسټراليايۍ ډېفنس کنېکټ ورځپاڼې ليکلي د سپين زرو ډال په نامه دا سيستم پر موټرو لګول کېږي او د هغو شلخي یا ریموټي بمونو پر وړاندې يې ساتنه کوي چې له لرې د راډيو له لارې کنټرولېږي.

د ورځپاڼې په وينا دا سيستم د هغو راډيو يي سيګنالونو مخه نيسي چې شلخي بمونه فعالوي او د جګړې په ډګر کې يوه ژوند ژغورونکې وسيله ثابته شوې ده.

ورځپاڼې د اسټراليا د دفاع ورير کرېستوفر پاين په وينا ليکلي چې اوسمهال څه د پاسه ١٥٠٠٠ دغه راز وسيلې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 111197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com