هرات کې شپږ پولیس او ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

20 قوس 1397 ساعت 13:48

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د لیندۍ ۱۹مه) د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په زمان آباد کلي رامنځ ته شوې.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدلااحد ولي زاد وایي، په یاد کلي کې طالبانو د عامه نظم پولیسو په یوه پوسته برید وکړ، چې ورسره سم نښته رامنځ ته شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي، ۱۰ ټپیان خو په ځوابیه برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار او بادغیس ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 111210

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com