۰
د سولې عالي شورا:

د سولې د مشورتي بورډ ترکیب عادلانه نه دی

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د سولې د مشورتي بورډ په ترکیب د نیوکې تر څنګ دغه بورډ غیر عادلانه وباله.
د سولې د مشورتي بورډ ترکیب عادلانه نه دی
د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د سولې د مشورتي بورډ په ترکیب د نیوکې تر څنګ دغه بورډ غیر عادلانه وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغې سرابي دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه کابل کې په سوله کې د مېرمنو د ګډون تر نامه لاندې په یوه غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

مېرمن سرابي و ویل، د سولې په اړه چې کوم مشورتي بورډ جوړ شوی، ځکه ناعادلانه دی، چې په کې مېرمنو، مدني ټولنې او ځونانو ته پوره ونډه نه ده ورکړل شوې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه بورډ کې تر ۳۰ زیات کسان دي، چې یوازې دوه په کې مېرمنې دی او دا خپله په بې عدالتۍ دلالت کوي.

د سولې عالي شورا مرستیالې دا هم و ویل، چې حکومت یوازې تر شعار لاندې د سولې پروسه کې د ښځو د ونډې خبرې کوي، خو په حقیقت کې په مهم موضوعاتو او مسایلو کې هغوی له پامه غورځول کېږي.

سرابي ټینګار وکړ، چې که د سولې په پروسه او د سولې په مشورتي بورډ کې د مېرمنو واقعي ونډې ته جدي پاملرنه ونه شي، په واقعي مانا به سوله هم ټینګه نه شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په دې غونډه کې د وینا پر مهال د سولې او د هېواد په نورو مهمو مسایلو کې د مېرمنو پر ونډې ټنګار وکړ.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه«د سولې مشورتي عالي بورډ د افغانستان د ټولو خلکو د غوښتنو استازیتوب کوي، د سولې په خبرو کې به د افغانستان د ټولو خلکو حقوق په نظر ونیول شي.»

اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې نور د دې وخت رارسېدلی، چې افغانان یو بل سره ومني او سوله وکړي ځکه په وینا یې که په هېواد کې سوله رامنځته شي هېڅ څوک به پېښانه نشي.

په یاده غونده کې کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دې لپاره چې یوې واقعي سولې ته ورسېږو د د سولې په بهیر کې باید مېرمنو ته ونډه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه«موږ په دې باور یو، چې افغان مېرمنې باید د خبرو اترو یو جز وه اوسي، په دې خبرو اترو کې باید شاملې اوسي، ښځې باید په مذاکره کوونکي پلاوي کې شاملې وي، مېرمنې باید په مشورتي بورډ او باید په تطبیقي کمېټیو کې شاملې وي.»

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ټینګار وکړ، چې که د ټولنې نیمايي برخه له دغه بهیر څخه بهر پاتې شي سوله اصلاً سوله نه ده.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت پرون د سولې د مشورتي بورډ د کمېټو او غړو نوملړ خپور کړ، چې تر ډېره په کې حکومتي، سیاسي او جهادي څېرې شتون لري، خو په دغه بورډ کې یوازې دوه مېرمنې هم شته دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي