خلیلزاد له ترکمن چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي

21 قوس 1397 ساعت 13:02

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر مسکو او تاشکند وروسته ترکمنستان ته تللی او له ترکمن چارواکو سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر مسکو او تاشکند وروسته ترکمنستان ته تللی او له ترکمن چارواکو سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زلمي خلیلزاد د ترکمنستان له چارواکو سره د افغان سولې په اړه د تفصلي خبرو، خبر پر خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی دی.

د نوموړي په ټوېټرپاڼه لیکل شوي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې په عشق آباد کې د افغان سولې په اړه په تفصیل سره خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي په دې ناسته کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د افغان سولې لپاره به په ګډه کار وکړي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

باید و ویل شي، چې ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې د ازبکستان او تر هغې وړاندې له روسي چارواکو سره هم پر افغان سولې خبرې کړې وې او دغه لیدنې یې مثبتې ارزولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com