امریکا له پاکستانه د امریکا غږ د ویب پاڼې د فعالولو غوښتنه کړې

22 قوس 1397 ساعت 8:16

پاکستان په دغه هېواد کې د امریکا غږ پر پښتو او اردو ویپاڼې له دې امله بندیز لګولی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورونه او ویډیوګانې یې خبرې ولې.


پاکستان په دغه هېواد کې د امریکا غږ پر پښتو او اردو ویپاڼې له دې امله بندیز لګولی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورونه او ویډیوګانې یې خبرې ولې.

خو د پاکستان دغه اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په کلکه غندل شوی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې یادې ویبپاڼې بېرته فعالې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ ویلي، د پاکستان له خوا د امریکا غږ د پښتو او اردو څانګو د ویبپاڼو بندېدو امریکا اندېښمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت باید د بیان آزادۍ د نړیوالو قوانینو په وړاندې د خپل قانوني مسوولیت درناوی وکړي او بندې شوې ویبپاڼې دې فعالې کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com