دفاع وزارت غزني کې هم د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

22 قوس 1397 ساعت 11:08

ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه بله خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د غزني په قرباغ او اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دی.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان عبدالااحمد په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د غزنی په واغذ ولسوالۍ کې د ۵۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com