۰

ولې د افغان پوځ د چورلکو لوېدو پېښې زیاتې شوې؟

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۲
په افغانستان کې د افغان پوځ د چورلکو د لوېدو پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او په تېر یوه کال کې د پوځ ۱۰ چورلکې یا لوېدلې او یا یې هم بېړنۍ ناسته کړې.
ولې د افغان پوځ د چورلکو لوېدو پېښې زیاتې شوې؟
په افغانستان کې د افغان پوځ د چورلکو د لوېدو پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او په تېر یوه کال کې د پوځ ۱۰ چورلکې یا لوېدلې او یا یې هم بېړنۍ ناسته کړې.

ویل کېږي پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه هم د افغان پوځ یوې چورلکې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې هغه مهال بېړنۍ ناسته وکړه، چې افغان ځواکونو ته یې اکمالات کول.

تر هغې یوه ورځ وړاندې د پوځ دوه نورې چورلکې یوه د کندهار په هوایي ډګر او بله یې هم په ارغنداب ولسوالۍ کې له ورته پېښو سره مخ شوې.

کندهار کې د چورلکو له پېښو څو ورځې وړاندې د پوځ یوې چورلکې په کاپیسا ولایت کې بېړنۍ ناسته وکړه او تر هغې نېږدې دوه میاشتې وړاندې فراه کې د پوځ یوه چورلکه ولوېده، چې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۲۷ تنه په کې و وژل شول.

د دغه پېښو رامنځ ته کېدو ډېرې اندېښې راټوکولې او ورسره سم دا پوښتنه هم مخ ته کېږي، چې ولې د افغان پوځ د چورلکو د لوېدو پېښې زیاتې شوې.

ځینې وايي، د دغه پېښو له زیاتېدو داسې ښکاري، چې ښايي دښمن په هوايي ځواک کې نفوذ کړی وي، خو ځینې بیا په دې باور دي، چې د دې پېښو د رامنځ ته کېدو لامل سیاسي دی، ځکه لوېدیځ نه غواړي روسي ډوله چورلکې ترمیم کړي.

د پوځي چارو کارپور او د افغان پوځ یو پخوانی پیلوټ جنرال عتیق الله امرخېل، چې ۳۰ کاله یې په افغان هوايي ځواک کې د یوې برخې د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې جمهور خبري آژانس ته وویل، چې په رښتیا هم په دې وروستیو کې د افغان پوځ د چورلکو لوېدو پېښې زیاتې شوې او دا د اندېښنې وړ ده.

هغه وویل«ما نېږدې ۳۰ کاله د پوځ په هوايي ځواک کې دنده تر سره کړې خو د یوې پېښې شاهد هم نه یم، ما په دې دمره وخت کې یوه چورلکه هم نه ده لېدلې، چې د تخنکي ستونزې له امله لوېدلې وي او یا یې هم بېړنۍ ناسته کړې وي.»

د ښاغلي امرخېل په وینا، له پرواز وړاندې او وروسته د چورلکې نه معاینه، د پیلوټ کافي تجربه نه لرل، بې کیفیته سون توکي، چورلکې ته نا سمه سوق ادار په هوايي ځواک کې هغه لاملونه دي، چې له امله یې چورلکې د ستونزو سره مخ کېږي.

هغه د پیلوټانو د بې تجربه توب په اړه وايي« زه چې هغه مهال پیلوټ وم یوه معقوله مې درلوده، چې پیلوټ طیاره وړي او که طیاره پیلوټ وړي، که چېرته طیار پیلوټ یوسي، نو د هغې طیارې باید جنازه واخستل شي او که چېرې پیلوټ طیاره وړي د پېښې د رامنځ ته کېدو امکان ډېر کم وي او ان ښايي هېڅ رامنځ ته نه شي.»

د امرخېل په خبره له الوت وړاندې او وروسته باید چورلکه په تنخیکي ډول وڅېړل شي، تخنیکي کتابچه یې وکتل شي او وروسته له هغې د پرواز اجازه ورکړل شي، چې په وینا یې اوس مهال په هوايي ځواک کې دا مدیریت یا نشته او یا هم ډېر کمزوری دی.

نوموړي زیاته کړې همدې کمزوري مدیریت ته په کتو داسې ګمان کېږي، چې ښايي هوايي ځواک کې دښمن نفوذ کړی وي او نه پرېږدي، چې تر پرواز وړاندې د چورلکې تخنیکي کتابچه وکتل شي او همدا د دې لامل دې، چې زیاتې پېښې رامنځ ته کېږي.

و موغوښتل په دې اړه د ملي دفاع وزارت د چارواکو نظر هم ولرو، ولې د بار بار اړیکو نیول سره سره ونه توانېدو چې د هغوی نظر تر لاسه کړو.

خو د پوځي چارو یو بل کارپور محمد رادمنش جمهور خبري آژانس ته وو یل، چې د افغان پوځ د چورلکو د لوېدو او بېړنیو ناستو یو لامل د چورلکو نه ترمیمول دي.

د هغه په وینا د پوځ په هوايي ځواک کې د چورلکو د ترمیم او بیا رغونې انګېزه نشته او هڅه دا ده، چې په هوایي ځواک کې له غربي تخنیک څخه ګټه واخستل شي.
 
محمد رادمنش وایي، تر څو چې د لوېدیځ تخنیک په هوایي ځواک کې نه وي ځای پر ځای شوي پوځ به له یوې محکمې ضربې سره مخ وي او د هرې چورلکې په لوېدو سره به موږ یو پیلوټ چې له یو میلیون امریکايي ډالر زیات لښګت پرې کړې له لاسه ورکوو او ظرفیتونه به مو ورځ تر بلې کمېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي