کابل به نن د درې اړخیزه غونډې کوربه وي

24 قوس 1397 ساعت 8:15

ټاکل شوې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ دویمه ترې اړخیزه غونده کابل کې تر سره شي، چې په کې به پر افغان سولې او ځینو نورو موضوعاتو خبرې او بحث وشي.


ټاکل شوې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ دویمه ترې اړخیزه غونده کابل کې تر سره شي، چې په کې به پر افغان سولې او ځینو نورو موضوعاتو خبرې او بحث وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه غونډه نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه کابل کې د افغانستان په کوربتوب تر سره کېږي.

په دغه درې اړخیزه دویمه ناسته کې به پر سيمه ييزې همکارۍ، سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سيمې په کچه د پرمختيايي پروژو په اړه خبرې اتري کېږي.

که څه هم د ناستې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چین به په دې غونډه کې له پاکستاني چارواکو په کلکه وغواړي، چې د افغانستان په سوله کې ریښتینې همکاري وکړي.

ښايي په دغه ناسته کې د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د درې واړه هېوادونو تر منځ یوه هوکړه هم لالیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com