د پاکستان لومړی وزیر:

طالبان مو له امریکا سره خبرو ته چمتو کړي دي

24 قوس 1397 ساعت 8:30

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد یې وسله وال طالبان له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو کړي دي او دغه راز یې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو ناستې له پاره زمینه برابره کړې.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد یې وسله وال طالبان له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو کړي دي او دغه راز یې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو ناستې له پاره زمینه برابره کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان چې طالبان به له امریکا سره د راتلونکې دوشنبې د روان میلادي دسمبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه خبرو ته کېني خو دا چې دا خبرې به چېرته تر سره شي په اړه یې څه نه دي ویلي.

عمران خان دغه څرګندونې پرون جمعه د لیندۍ ۲۳ مه د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د سلمې ورځې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال له دې رازه پرده پورته کړې ده.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د عمران خان له قوله ویلي، له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې«هماغه امریکا چې له موږ څخه یې غوښتل چې نور اقدامات وکړو، اوس له پاکستان څخه غواړي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړو، ما وړاندې ویلي چې دا مسله له خبراترو پرته نه شي حل کېدای، دوی به زه طالبان بللم.»

د عمران خان تر څرګندونو لږ وروسته طالب سرچینو هم ځینو رسنیو ته ویلي، په کوټه کې د دوی د مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې له امریکایانو سره پر یوې نوې طرحې او نوې اجنډا خبرو ته سلا شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com