۰
د پاکستان لومړی وزیر:

طالبان مو له امریکا سره خبرو ته چمتو کړي دي

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد یې وسله وال طالبان له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو کړي دي او دغه راز یې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو ناستې له پاره زمینه برابره کړې.
طالبان مو له امریکا سره خبرو ته چمتو کړي دي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد یې وسله وال طالبان له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو کړي دي او دغه راز یې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو ناستې له پاره زمینه برابره کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان چې طالبان به له امریکا سره د راتلونکې دوشنبې د روان میلادي دسمبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه خبرو ته کېني خو دا چې دا خبرې به چېرته تر سره شي په اړه یې څه نه دي ویلي.

عمران خان دغه څرګندونې پرون جمعه د لیندۍ ۲۳ مه د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د سلمې ورځې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال له دې رازه پرده پورته کړې ده.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د عمران خان له قوله ویلي، له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې«هماغه امریکا چې له موږ څخه یې غوښتل چې نور اقدامات وکړو، اوس له پاکستان څخه غواړي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړو، ما وړاندې ویلي چې دا مسله له خبراترو پرته نه شي حل کېدای، دوی به زه طالبان بللم.»

د عمران خان تر څرګندونو لږ وروسته طالب سرچینو هم ځینو رسنیو ته ویلي، په کوټه کې د دوی د مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې له امریکایانو سره پر یوې نوې طرحې او نوې اجنډا خبرو ته سلا شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي