۰

هلمند کې د طالبانو درې ډاکتران وژل شوي دي

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د طالبانو پر ډاکترانو او د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکو هوايي برید شوی، چې درې ډاکتران او یو بل تن وژل شوي دي.
هلمند کې د طالبانو درې ډاکتران وژل شوي دي
سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د طالبانو پر ډاکترانو او د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکو هوايي برید شوی، چې درې ډاکتران او یو بل تن وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۲ مه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په شرافت بازار سیمه کې شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، برید پر هغه موټر شوی چې یوه سیمه ییز قاچاقبر او یاد ۳ واړه ډاکټران په کې د تګ په حال کې وو.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې په برید کې د مشهور قاچاق کونکې حاجي فتح محمد د شخصي روغتون درې ډاکټران د هغه زوی وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې ویلي، د حاجي فتح محمد روغتون د وسله والو طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاق کونکو عمده مرکز دی چې پاکستاني ډاکټران پکښې فعالیت لري.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا برید د افغان هوايي ځواک له خوا شوی او که د بهرنیو ځواکونو له خوا او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي