غزني کې ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

26 قوس 1397 ساعت 7:07

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود وايي، چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ماین وسله والو طالبانو اېښتی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 111380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com