۰

د پاکستان د تمې خلاف د امریکا او طالبانو خبرې اماراتو کې کېږي

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د پاکستان د تمې خلاف، د امریکايي او طالب استازو تر منځ خبرې ټاکل شوې نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.
د پاکستان د تمې خلاف د امریکا او طالبانو خبرې اماراتو کې کېږي
د پاکستان د تمې خلاف، د امریکايي او طالب استازو تر منځ خبرې ټاکل شوې نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې پاکستان له امریکا په رسمي ډول غوښتي و، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو کوربتوب پاکستان ته ورکړي.

له دې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د تېرې جمعې په ورځ په خیبرپښتونخوا کې و ویل، چې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو زمینه یې برابره کړې او نن دوشنبې به دغه خبرې په پاکستان کې تر سره شي.

خو د پاکستان د تمې خلاف وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې د دوی او امریکايي استازو تر منځ خبرې به په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

طالبانو په دې اعلامیه کې دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې به د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازي هم شتون ولري.

ویل کېږي، په دې مخامخ ناسته کې به امریکايي او طالب استازي د اوربند، بندیانو او دغه راز په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو په اړه خبرې اترې وکړي.

زلمی خلیلزاد لا له وړاندې متحده عربي اماراتو ته رسېدلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد الله بن زاید سره یې لیدلي دي.

راپورونه وايي په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې شوې او ښاغلي بن زاید ویلي هېواد یې د سولې لپاره د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.

که څه هم په دې ناسته کې به د افغان حکومت استازي ګډون ونه لري، خو پرون په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکاران په ابوظبي سره جرګه شوي او په افغانستان کې یې د سیاسي روغې جوړې او روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي