هرات کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مسول او ولسوال وژل شوی

26 قوس 1397 ساعت 10:49

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مشر، د فارس ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی ملا سخي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مشر، د فارس ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی ملا سخي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فراهاد زیاتوي، چې ملا سخي مشهور په راجع پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د هرات ولایت په زېرکوه ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې ملاسخي په هرات کې د طالبانو د معارف کمېسیون مشر، د فارسي ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی وو.

د هغه په وینا په دې هوايي بریدونو کې د ملا سخي سره یو ځای د هغه څلور ساتونکي هم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: یحی فولادي
 
 


د مطلب کود: 111398

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111398/

جمهور
  https://www.jomhornews.com