په اماراتو کې د امریکا او طالبانو خبرې درې ورځنۍ دي

27 قوس 1397 ساعت 8:23

په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو خبرې درې ورځنۍ دي، چې سبا به هم دوام وکړي.


په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو خبرې درې ورځنۍ دي، چې سبا به هم دوام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان سولې په تړاو ناسته پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ د متحده عربي اماراتو په اوبوظبۍ کې پیل شوې، چې نن سه شنبې هم دوام لري او سبا چهارشنبې به پای ته ورسېږي.

په دې ناسته کې د امریکا او طالبانو د استازو سربېره د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازي هم برخه لري.

د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي چې په ابوظبی کې به د امریکا، امارات، سعودي عربستان او پاکستان خبرې درې ورځې دوام وکړي.

په دغه ناسته کې د امریکايي پلاوي مشرۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي مشرۍ د قطر د دفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په غاړه ده.

پرون دوشنبې دواړو لورو په یو لړ موضوعاتو خبرې کړې، چې تر اوسه یې جزیات نه دي په داګه شوي، خو د اماراتو رسنۍ وايي، دا غونډه به نن او سبا هم دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com