فراه کې پر دولتي کارکوونکو غلچکي برید کوونکي نیول شوي دي

27 قوس 1397 ساعت 12:14

د کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د یوې وسله والې ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د دولتي کارکوونکو د ترور کولو طرحې یې جوړولې.


د کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د یوې وسله والې ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د دولتي کارکوونکو د ترور کولو طرحې یې جوړولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، دې درې کسیزه ډلې د فراه ښار په بېلا بېلو برخو کې د دولتي کارکوونکو د ترور په پېښو کې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي، چې یادې ډلې له پولیسو سره نښته هم کړې، چې په ترڅ کې یې یو وسله وال وژل شوی او دوه نور یې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان نن د فراه ښار د ننګ آب په سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له یادو ترهګرو دوه میله کلاشنکوفونه، دوه لاسي بمونه، ۸ د کلاشنکوف شاجورونه، یو عراده موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111442

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111442/

جمهور
  https://www.jomhornews.com