۰

مشرانو جرګې د متحده عربي اماراتو له ناستې هرکلی وکړ

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۲
د افغانستان مشرانو جرګې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، طالبانو، سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان له ناستې هرکلی وکړ.
مشرانو جرګې د متحده عربي اماراتو له ناستې هرکلی وکړ
د افغانستان مشرانو جرګې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، طالبانو، سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان له ناستې هرکلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۲۷ مې په غونده کې و ویل، په افغانستان کې د سولې له پاره چې په هر ځای کې او هر آدرس څخه هڅې کېږي افغان ولس ته د منلو وړ او د هېواد په خیر دي.

ښاغلي مسلم یار و ویل، چې مشرانو جرګه هم له دې ناستې ملاتړ کوي، ځکه سوله د افغان ولس لومړیتوب او اړینه غوښتنه ده.

د مشرانو جرګې رییس هیله وښوده، چې دغه ناسته به مثبتې پایلې ولري او هغه څه به په کې وشي، چې د افغان ولس او افغانستان په ګټه وي.

خو ځینو سناتورانو بیا د سولې پر روانو هڅو ځکه نیوکې وکړې، چې د دوی په وینا د خبرو جزیات یې له افغان حکومت سره نه شریکېږي.

د سناتورانو په وینا که چېرې په دغه خبرو کې د افغانستان ګټې په پام کې ونه نیول شي، هر ډول پرېکړه به یې افغان ولس ته د منلو نه وي.

په جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي و ویل، چې د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد هڅې پټې دي او که چېرته یې جزیات له افغان ولس سره شریک نه کړای شي، د منلو به نه وي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې د اماراتو په ناسته کې ښايي د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي، خو د افغانستان ښايي په پام کې ونه نیول شي.

د مشرانو جرګې یو بل غړي رحمت الله اڅکزي بیا دا اندېښنه وښوده، چې د اماراتو به غونډه کې د طالبانو د ټولو ډلو استازي برخه نه لري او دا ښايي د دې سبب شي، چې ځینې طالبان سوله وکړي ولې ځینې غړي به یې جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که له طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات او جګړې پر پای ته رسېدو ونه څرخي هر ډول پرېکړه به افغان ولس ته د منلو نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا، طالبانو، سعودي متحده عربي اماراتو او پاکستان د استازو تر منځ پر افغان سوله خبرې پرون په ابوظبۍ کې پیل شوې، چې نن او سبا به هم دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي