امریکايي سرتېري له سوریې وځي

29 قوس 1397 ساعت 14:22

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داعش په سوریه کې ماته خوړلې نو امریکا ته پکار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داعش په سوریه کې ماته خوړلې نو امریکا ته پکار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکي هم وايي، د ټرمپ تر حکم وروسته له سوریې امریکايي پوځيان وباسي.

رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې اد امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به هم په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بېرته هېواد ته ستانه شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې اد امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي.

باید و ویل شي، چې امریکا په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لري چې د داعش په ضد جګړه کې یې برخه اخیسته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com