۰
اجرائیه ریاست:

د انس حقاني د خوشي کېدو راپورونه آوازې دي

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
طالب سرچینې وايي، د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای د افغان حکومت د ملي امنیت له زندانه خوشی شوی خو افغان اجرائیه ریاست دا خبره رد کړه.
د انس حقاني د خوشي کېدو راپورونه آوازې دي
طالب سرچینې وايي، د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای د افغان حکومت د ملي امنیت له زندانه خوشی شوی خو افغان اجرائیه ریاست دا خبره رد کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو یوې سرچینې تبسم رادیو ته ویلي، چې انس حقاني خوشی شوی دی.

په ورته وخت کې داسې راپورنه هم شته، چې د انس حقاني د خوشي کېدو په اړه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې غونده کې توافق شوی دی.

تر دې وړاندې ملټري ټایمز نشریه د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې د اماراتو په ناسته کې خلیلزاد له طالبانو په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د سرچینې په وینا طالبانو په مقابل کې له امریکايي چارواکو وغوښتل، چې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني له زندانه خوشي کړي.

سرچینې وايي، انس حقاني له امریکايي استادانو سره تبادله شوی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له جمهور خبري آژانس سره اړکه کې په دې اړه بې خبري وښوده، خو اجرائیه ریاست دغه راپورونه بې بنسټه او اوازې وبلللې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د انس حقاني د خوشي کېدو راپورونه اوازې دي او نه هم په اماراتو کې په دې اړه د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې شوې.

باید و ویل شي، چې انس حقاني، د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور دی.

نوموړی د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه په خوست کي د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي