۰

امریکا افغان هوايي ځواک ته ۷ جنګي او کشفي الوتکې ورکوي

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، تر راتلونکي پسرلي پورې د افغانستان هوايي ځواک ته ۷ جنګي او کشفي الوتکې ورکړي.
امریکا افغان هوايي ځواک ته ۷ جنګي او کشفي الوتکې ورکوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، تر راتلونکي پسرلي پورې د افغانستان هوايي ځواک ته ۷ جنګي او کشفي الوتکې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغان هوايي ځواک د په پښو درلو پروسې له پیل راهیسې تر اوسه پورې دغه ځواک ۳۰ بلک هاک چورلکې تر لاسه کړې دي.

دغه راز په دې راپور کې ویل شوي، چې پر دې سربېره افغان هوايي ځواک پنځه ۵۳۰ ډوله ایم ډي چورلکې هم په خپل واک کې اخیستې دي.

خو د سرچینې په وینا په پام کې ده، چې افغان هوايي ځواک به لومړۍ جنګي او کشفي آې سي ۲۰۸ ډوله الوتکه د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې تر لاسه کړي.

پنټاګون ویلي، چې د همدې ۲۰۱۹ میلادي کال تر مارچ ماشتې پورې به افغان هوايي ځواک ته ټولې ۷ آې سي ۲۰۸ ډوله الوتکه ورکړل شي.

باید و ویل شي، چې امریکا افغان هوايي ځواک ته د دې الوتکو د ورکولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان د نېږدې نیمايي امریکايي سرتېرو د وتلو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي