۰

اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزیران وټاکل شول

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د ملي امنیت دوه پخواني رییسان اسدالله خالد او امرالله صالح د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.
اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزیران وټاکل شول
د ملي امنیت دوه پخواني رییسان اسدالله خالد او امرالله صالح د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن یکشنبې د مرغومي دوهمه په جلال جلا حکمونو کې اسدالله خالد د ملي دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرستان ټاکلي دي.

د ولسمشر يه حکم کې د ښاغلي صالح په اړه راغلي، چې د قانوني اساسي د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې پر اساس محترم امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز د ولسمشر په بل حکم کې ویل شوي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ مې فقرې پر اساس ملي دفاع وزارت ته سرپرست په توګه د متحرم اسدالله خالد ټاکنه ورته منظوره ده.

ښاغلي غني په دغه حکم کې د پارلماني چارو وزیر تته سپارښتنه کړې، چې یاد دواړه نوماند وزیران د اساسي قانون د ۹۱ مادې د ۳ مې فقرې سره سم د باور رایو تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې جنرال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزیر او ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزیران وو، چې اوس له خپلو دندو لرې کړای شوي دي.

ویل کېږي، په وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو په ځانګړي ډول پر غزني ښار د طالبانو له برید وروسته بهرامي او برمک له خپلو دندو استعفا غوښتې وه خو هغه مهال ولسمشر د دوی له استعفا سره مخالفت کړی وو.

دا هم د یادولو ده، چې اسدالله خالد او امر الله صالح تر دې وړاندې په افغان حکومت کې د ملي امنیت د ریسانو په توګه هم دندې تر سره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي