سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې یو لوړ پوړی نظامي مسوول له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د حقاني شبکې دغه وژل شوی نظامي قوماندان سیف الله نومېږي.
په پکتیکا کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب میرویس ویلي، پر سیف الله پرون ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې سیف الله او د هغه شپږ ملګري وژل شوي دي.
د دې افغان پوځي چارواکي په وینا سیف الله د برمل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال هم وو.
که څه هم نوموړي دا نه دي ویلي، چې سیف الله او ملګري یې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي که د بهرنیو ځواکونو.
خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې کمانډر سیف الله د حقاني شبکې یو مهم نظامي قوماندان و، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا