ناټو د افغان سولې او ثبات په تړاو غونډه جوړوي

3 جدی 1397 ساعت 8:54

ناټو چارواکي وايي، ډېر ژر ده، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یوه غونده جوړه کړي.


ناټو چارواکي وايي، ډېر ژر ده، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یوه غونده جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو د دې غوندې د جوړولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې امریکا له افغانستان د یو شمېر ځواکونو د ایستلو اعلان کړی دی.

د ناټو یوې ویاندې اونا نونجسکو ویلي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د خپلو دوامدارو ژمنو په پام کې نیولو سره غونډه جوړه کړي.

که څه هم تر اوسه نه ده جوته شوې، چې د افغان سولې او ثبات به تړاو به د ناټو غونده کله جوړېږي، خوښکاري، چې دغه غونده به په راتلونکو څو ورځو او یا هم د نوي میلادي کال له کریسمس څخه وروسته جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111630

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111630/

جمهور
  https://www.jomhornews.com