وسله والو غزني کې یوه ځوانه مېرمن په ډزو وژلې ده

3 جدی 1397 ساعت 14:08

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په غزني ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او هغه یې په ډزو وژلې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په غزني ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او هغه یې په ډزو وژلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، دغه پېښه پرون یکشنبې د مرغومي ۲ مه ماښام مهال شاوخوا ۵:۰۰ په غزني ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، څلور تنه وسله وال په ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او پر هغوی یې ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ډزو کې دغه ځوانه مېرمن وژل شوې او یو ورو یې ټپي شوی دی.

د هغه په وینا برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده معلومه، خو ویل کېږي، دغه ۲۰ کلنې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل مېړه څخه جدا او په غزني ښار کې د خپل پلار په کور کې اوسېده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 111650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com