۰

ولسي جرګې د اسدالله خالد او امرالله صالح له ټاکل کېدو هر کلي وکړ

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۰
ولسي جرګې د حکومت له خوا دفاع وزارت ته د اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت ته د امرالله صالح په معرفي کېدو خوښي وښوده او د هغوی د ټاکل کېدو هرکلی یې وکړ.
ولسي جرګې د اسدالله خالد او امرالله صالح له ټاکل کېدو هر کلي وکړ
ولسي جرګې د حکومت له خوا دفاع وزارت ته د اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت ته د امرالله صالح په معرفي کېدو خوښي وښوده او د هغوی د ټاکل کېدو هرکلی یې وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ګڼ شمېر غړو د نن دوشنبې د مرغومي ۳ مې په عومي غونده کې هیله وښوده چې د دغه دواړو په ټاکل کېدو سره به په امنیت کې ښوالی راشي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، چې دوی د خالد او صالح ټاکلو ته خوښ دي، خو په دې شرط چې د ټاکنیز کمپاین اړخ ونه لري.

د جرګې غړي عبدالستار درزابي په غونده کې زیاته کړه، په تېرې د د دغه دواړو وزارتونو په رهبرۍ کې د کمزوري مدیریت له کبله په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی وو.

خو په وینا یې د ښاغلي خالد او ښاغلي صالح په ټاکل کېدو سره دوی هیله من دي، چې د هېواد په امنیت کې به ښه والی راشي.

درزاني و ویل، چې دوی د حکومت له دغه پرېکړې ملاتړ کوي او تمه ده، چې دوی دواړه به وکولای شي، د امنیت په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

د جرګې بل غړي عبیدالله بارکزي هم د خالد او صالح پر ټاکل کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې دغه دوه ځوانې څېرې چې د ده په وینا د دوست او دښمن په مقابل کې پرېکړه دریځ لري وبه کولای شي د امنیت په ټینګښت کې مثبت ګامونه پورته کړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي حمیدزي لالي هم د دې دواړو څېرو ټاکل کېدل پر ځای ګام وباله او د هغوی له معرفي کېدو یې ملاتړ وکړ.

خو د ولسي جرګې بل غړي عارف رحماني و ویل، د خالد او صالح ټاکل کېدل پر ځای ګام دی، خو هیله ده، چې انتخاباتي بڼه ونه لري او د ټاکنو قرباني نه شي، بلکې د دښمن جرړې او پلانونه ور وچ کړي.

باید و ویل شي، چې اسدالله خالد او امرالله صالح دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د ځانګړو حکمونو له مخې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران وټاکل شول.

دغه دواړه څېرو تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت ریاست دندې تر سره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي