۰
د کډوالو چارو وزیر:

تېرو ۴کلونو کې له ۳ میلیونه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په تېرو څلورو کلونو کې له درې میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
تېرو ۴کلونو کې له ۳ میلیونه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په تېرو څلورو کلونو کې له درې میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عالمي دغه څرګندونې نن سه شنبې د مرغومي ۴ مه د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې ۳ میلیونه او ۷۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو( پاکستان او ایران) او اروپايي هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په وینا په دې کډوالو کې تر ټولو ډېر له پاکستان او ایران او لږ یې بیا له اروپايي هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې یوازې روان کال کې له دواړو ګاوندیو هېوادونو ۸۲۰ زره کډوال بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

ښاغلي بلخی وايي، د کډوالو چارو وزارت له حکومت سره په ګډه راستنو شویو کډوالو ته د کار بار زمینې برابرولو په لټه کې دی او دغه راز یې سعودي عربستان، کویټ، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته د کارګرانو د لېږلو هڅې پیل کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې انساني قاچاق کوونکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دولت د دغه کار د مخنیوي لپاره لاس په کار شوی او سل زیات د انسان قاچاق کوونکي باندونه یې نیولي، چې تر قانوني څار لاندې دي او ځنیې یې ان په مرګ محکوم شوي دي.

بل پلو د کډوالو چارو وزیر په کور د ننه بې ځایه شویو کورنیو په اړه و ویل، چې په هېواد کې د روانو جګړو او وچکالۍ له امله ۹۲۶۴۵ کورنۍ بې ځایه شوې دي، او د حکومت په هڅو تر اوسه د ۲۱ زره کورنۍ بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستانه کړای شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر و ویل، چې له ۶۹ زره بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او دغه راز ۸۵ زره نورې کورنۍ بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

خو په وینا یې له ۵۶ زره کورنیو سره د حکومت او مرسته کوونکو موسسو له خوا د مرستې امکان شته، ولې د ۲۸ زره پاتې کورنیو لپاره بودیجه نشته، چې د مرستو غوښتنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي