غزني کې ماین چاودنې څلور ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

8 جدی 1397 ساعت 13:31

په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه پېښه پرون جمعه د مرغومي ۷ مه د غزني ښار اړوند په ارزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو هلک او یو ځوان وژل شوي او د یوې کوچینۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم غزني کې د ولسي وګړو په ټونس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 111823

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111823/

جمهور
  https://www.jomhornews.com