د افغانستان د سولې کور:

د امریکايي او طالب استازو د سولې خبرې شکمنې دي

8 جدی 1397 ساعت 14:38

د افغانستان د سولې کور په نوم بنسټ غړو د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو شک وښود او اندېښنه یې څرګنده کړه.


د افغانستان د سولې کور په نوم بنسټ غړو د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو شک وښود او اندېښنه یې څرګنده کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ یو غړي نعیم ایوب زاده نن شنبې د مرغومي ۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، د سولې په تړاو وروستۍ خبرو کې ګڼې ستونزې وې او دغه څه طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړی دی.

د هغه په وینا په دې پروسه کې د خلکو، مېرمنو، مدني ټولنې او ځوانانو نه شتون هغه جدي نیمګړتیاوې دي، چې پر بنسټ یې که کومه موافقه و هم شي د ثبات ضمانت به ونه لري.

په ورته وخت کې د مدني ټولنې د کاري ګروپ د چارو رییس عبدالله احمدي و ویل، د سولې په اړه هغه توافق چې پر شفافیت، عدالت نه وي ولاړ او ټول په کې ګډون ونه لري، راتلونکې کې به ثبات هم تضمین نه کړی شي.

هغه هم و ویل، چې د سولې پروسه کې تر اوسه پورې مدني ټولنې، ځوانانو او مېرمنو ته ونډه نه ده ورکړل شوې او د هغوی نه شتون به د سولې راونې هڅې داغ لرونکې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت باید د سولې په روان پروسه کې پر مدني ټولنې، مېرمنو او ځونانو حساب وکړي او هغوی ته په کې برخه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش


 


د مطلب کود: 111829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com