د افغانستان د سولې کور په نوم بنسټ غړو د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو شک وښود او اندېښنه یې څرګنده کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ یو غړي نعیم ایوب زاده نن شنبې د مرغومي ۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، د سولې په تړاو وروستۍ خبرو کې ګڼې ستونزې وې او دغه څه طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړی دی.
د هغه په وینا په دې پروسه کې د خلکو، مېرمنو، مدني ټولنې او ځوانانو نه شتون هغه جدي نیمګړتیاوې دي، چې پر بنسټ یې که کومه موافقه و هم شي د ثبات ضمانت به ونه لري.
په ورته وخت کې د مدني ټولنې د کاري ګروپ د چارو رییس عبدالله احمدي و ویل، د سولې په اړه هغه توافق چې پر شفافیت، عدالت نه وي ولاړ او ټول په کې ګډون ونه لري، راتلونکې کې به ثبات هم تضمین نه کړی شي.
هغه هم و ویل، چې د سولې پروسه کې تر اوسه پورې مدني ټولنې، ځوانانو او مېرمنو ته ونډه نه ده ورکړل شوې او د هغوی نه شتون به د سولې راونې هڅې داغ لرونکې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت باید د سولې په روان پروسه کې پر مدني ټولنې، مېرمنو او ځونانو حساب وکړي او هغوی ته په کې برخه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش