۰

طالبان وايي دریځ یې پخوانی دی او له افغان حکومت سره خبرې نه کوي

یکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
وسله والو طالبانو هغه راپورونه او آوازې رد کړې، چې ګنې دغه ډله دې ته لېواله شوې، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.
طالبان وايي دریځ یې پخوانی دی او له افغان حکومت سره خبرې نه کوي
وسله والو طالبانو هغه راپورونه او آوازې رد کړې، چې ګنې دغه ډله دې ته لېواله شوې، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرو څو ورځو راهیسې داسې راپورنه دي، چې د افغان سولې په تړاو په سعودي عربستان کې غونډه کېږي او افغان حکومت به له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او د سعودي چارواکو تایید کړې، چې په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان د سولې په اړه په سعودي عربستان کې غونده وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالغزیز له افغان ولسمشر غني سره هم پر سوله خبرې کړې او هغه ته یې ډاډ ورکړي، چې سعودي به د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.

ویل کېږي، په سعودي کې د غونډې جوړېدو توافق په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي چارواکو، طالبانو، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان د استازو تر منځ په وروستۍ ناسته کې شوی دی.

وروسته دا راپورنه هم خپاره شول، چې ګڼې طالبان به د سعودي په ناسته کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې دا راپورنه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دوی دریځ پخوانی دی او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کوم پلان نه لري.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې رسنیو ته په راستول شوې اعلامیه ویل شوي په ځينو رسنیو کې اوازې خپرې شوې دي چې ګنې په سعودي عربستان کې به طالب استازی د کابل ادارې له استازو سره ناسته کوي، خو دغه اوازې حقیقت نه لري.

مجاهد په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې له کابل ادارې سره د ناستې په اړه د طالبانو په دريځ کې کوم تغیر نه دی راغلی بلکې پخوانی دريځ دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د یوه قوي او سنجول شوي پلان له مخې له امریکایانو سره د مذاکراتو بهیر پر مخ وړي تر څو د افغانستان اشغال پای ته ورسیږي.

وسله والو طالبانو ویلي یې دي، هیله ده چې د مذاکراتو له پروسې سره سطحي چلند ونه شي او نه هم چاته بې ځایه هیلې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي