عادله راز په ملګر ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکل شوې

10 جدی 1397 ساعت 9:11

ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې ده.


ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې مخکې محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده تر سره کوله، چې اوس یې د دندې موده پوره شوې ده.

د صیقل د کاري مودې له پوره کېدو سره سم ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز د هغه پر ځای ټاکلې ده.

باید و ویل شي، چې عادله راز تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وه او له دې وروسته به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې دنده مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111881

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com