۰

عادله راز په ملګر ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکل شوې

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې ده.
عادله راز په ملګر ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکل شوې
ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دې مخکې محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده تر سره کوله، چې اوس یې د دندې موده پوره شوې ده.

د صیقل د کاري مودې له پوره کېدو سره سم ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز د هغه پر ځای ټاکلې ده.

باید و ویل شي، چې عادله راز تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وه او له دې وروسته به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې دنده مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي