دفاع وزارت:

میدان وردګو کې د ۴ قوماندانو په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي دي

10 جدی 1397 ساعت 9:40

ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو سیمه ییزه قوماندانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو سیمه ییزه قوماندانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک پرون د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوی شپږ موټر او درې عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې د هغوی څلور سیمه ییز قوماندانان قاري فرهاد، هاشم ، سید نعیم او محمود هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت پر داسې مهال په میدان وردګو کې د ګڼو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه وزارت نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه غونډه کې و ویل، چې نور به افغان پوځ له دفاعي حالته و تهاجمي ته باسي او له دې وروسته به د دښمن سره وهي او سنګر به یې نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com