۰

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړه

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه چې نېږدې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ کېږي تصویب کړه.
ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړه
د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه چې نېږدې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ کېږي تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بودیجه چې ۲۷۵ میلیاره یې د دولت عادلي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده یې د دولت د پرمختیايي پروژو لپاره دي، نن دوشنبې د زمري ۱۰ مه د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه.

د ۱۳۹۸ مالي کال په پرمختیايي ۱۲۴ میلیارده بودجه کې ۶۱ میلیادره اختیاري او ۶۳ میلیارده نوره یې غیر اختیاري ده چې د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له خوا به لګول کېږي.

باید و ویل شي، چې د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله ۱۲ سلنه کسر هم لري، چې لا یې هم د موندلو لپاره چاره نه پیدا شوې.

د ولسي جرګې د مالي او بودجه د کمېسیون رییس عظیم محسني په عمومي غونډه کې و ویل، چې د ۱۳۹۸ مالي کال د مالي بودجه په اړه د کمېسیونو له خوا بېلا بېلې غونډې تر سره شوې او یو څه بدلونونه په کې راوستل شوي دي.

د هغه په وینا په دغه بدلونونو کې د بودجه د ښه لګولو لپاره منع کړای شوي کودونه د بودجه له سنده لرې کړای شوي، احتیاطي کوده ۶۷ سلنه کم شوي، د این ټي آې د مامورینو په ګومارنه کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی، اوپراتیفي بودجه یوازې څلور امنیتي ادارو ته په پام کې نیول شوې او دغه راز هغه پروژې چې اوس یې کار دوام لري په لومړیتوبونو کې راغلې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې مالي او بودجه کمېسیون د بودجه سند په اصول پانه کې یوه بله ماده هم زیاته کړې، چې پر بنسټ یې هغه پروژې چې لګښت یې تر سل میلیونه رسېږي د اړونده ادارې له خوا به یې قرارداد ورکول کېږي او هغه چې له سل میلیونه لوړې دي د تدارکاتو د ملي کمېټې له خوا به یې قرارداد ورکول کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې یاده بودجه په ګډ کمېسیون کې د ټولو ګزراش ګرانو له خوا تایید شوې او هېڅ اختلافي نظر په کې نه وو.

د غوندې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه د تصویب لپاره رایې اچونې ته وړاندې کړه، چې د ولسي جرګې د شته ۱۳۶ استازو څخه یوه ۷ تنو د رد او نور د تایید رایه ورکړه او بودجه تصویب شوه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي