د داعش د غړو ۳۰ ماشومان روسیې ته رسېدلي

11 جدی 1397 ساعت 9:45

د روسیې د روغتیا وزارت ویلي له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان لېږدول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګرو فعالیتونو او داعش د غړیتوب تورونه پورې او بندیان دي.


د روسیې د روغتیا وزارت ویلي له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان لېږدول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګرو فعالیتونو او داعش د غړیتوب تورونه پورې او بندیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې روسیې ته ټول رسېدلي ماشومان په ښه وضعیت کې دي او هر اړخیزه ازموینې به یې وشي.

مسکو هیله لري تر دوو زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې د درېیو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي او ښځې روسیې ته واستوي.

باید و ویل شي، چې له تېر کال راهیسې، شاوخوا سل ښځې او ماشومان چې ډېری یې د قفقاز مسلمان مېشتو سیمو دي روسیې ته د یوه پروګرام له مخې ستانه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com