بلوچستان کې د پاکستان پر یوه پوځي اډه برید کې ۴ سرتېري وژل شوي

12 جدی 1397 ساعت 8:34

بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر یوه پوځي اډه ډلیز وسله وال برید شوی، چې په کې ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر یوه پوځي اډه ډلیز وسله وال برید شوی، چې په کې ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، څلورو بریدګرو پرون سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه د بلوجستان ایالت په لورلايي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه اډه برید وکړ او نېږدې لس ساعته جګړه روانه وه.

د لورالايي د پولیسو مشر عطاالرحمن ویلي، بریدګرو کې دوه تنه ځانمرګي و، چې لومړي یې چاودنه کړې او درې نور له امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په دې روزنیز مرکز د وسله والو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او د ورته نور بریدونو خبرداری یې هم ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 111974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com