بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر یوه پوځي اډه ډلیز وسله وال برید شوی، چې په کې ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، څلورو بریدګرو پرون سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه د بلوجستان ایالت په لورلايي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه اډه برید وکړ او نېږدې لس ساعته جګړه روانه وه.
د لورالايي د پولیسو مشر عطاالرحمن ویلي، بریدګرو کې دوه تنه ځانمرګي و، چې لومړي یې چاودنه کړې او درې نور له امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په دې روزنیز مرکز د وسله والو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او د ورته نور بریدونو خبرداری یې هم ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل