چین:

که امریکا له افغانستانه وځي نو په مسوولانه توګه دې ووځي

12 جدی 1397 ساعت 9:20

پاکستان کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژوا وايي، که امریکا له افغانستان ځکه خپل ځواکونه باسي نو باید بېړه ونه کړي.


پاکستان کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژوا وايي، که امریکا له افغانستان ځکه خپل ځواکونه باسي نو باید بېړه ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ژوا دغه څرګندونې د پاکستان له جیو ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید په مسوولانه توګه له افغانستانه و وځي.

نوموړي دغه څرګندونې د هغه ناتاييد شویو رپوټونو په غبرګون کې کړې، چې وايي، ټرمپ له افغانستان د ۷ زرو امریکايي سرتېرو د استلو پرېکړه کړې.

د امریکا د ملي امنیت شورا دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه کوم فرمان نه دی ورکړی.

دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته ویلي و، چې د سرتېرو ایستلو په اړه یې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.

خو چین امریکا ته مشوره ورکړې، چې د افغانستانه دې په مسولانه توګه ووځي او د سرتېرو په ایستلو کې دې بېړه نه کوي.

اسلام آباد کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژاو په دې مرکه کې ویلي« د امریکا عسکر په افغانستان کې د ١٧ کلونو نه حضور لري. که هغوي د افغانستان نه ووځي نو دغه کار دې په دمه او مسولانه توگه ترسره کړي.»

هغه وړاندې زیاته کړې« که د امریکایي عسکر د وتلو نه وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه نو د ټولو نه مخکې به په پاکستان او چین بد اغېز وکړي، نو ځکه باید مونږ ټول د دغې مسلې د حل لپاره یو ځاې شو چې د سولې پروسه پیل شي.»

ژوا ټینګار کوي، چې د افغانستان مسله یواځې افغانان په خپله حل کولی شي او نړیواله ټولنه دې د افغانانو سره پدی لړ کې مرسته وکړي.

پاکستان کې د چین مرستیال سفیر پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د افغانستان د ۴٠ کلنې جګړې د ختمولو لپاره دې خبرو ته کېني او یو سیاسي حل دې راوباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com