۰
چین:

که امریکا له افغانستانه وځي نو په مسوولانه توګه دې ووځي

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
پاکستان کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژوا وايي، که امریکا له افغانستان ځکه خپل ځواکونه باسي نو باید بېړه ونه کړي.
که امریکا له افغانستانه وځي نو په مسوولانه توګه دې ووځي
پاکستان کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژوا وايي، که امریکا له افغانستان ځکه خپل ځواکونه باسي نو باید بېړه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ژوا دغه څرګندونې د پاکستان له جیو ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید په مسوولانه توګه له افغانستانه و وځي.

نوموړي دغه څرګندونې د هغه ناتاييد شویو رپوټونو په غبرګون کې کړې، چې وايي، ټرمپ له افغانستان د ۷ زرو امریکايي سرتېرو د استلو پرېکړه کړې.

د امریکا د ملي امنیت شورا دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه کوم فرمان نه دی ورکړی.

دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته ویلي و، چې د سرتېرو ایستلو په اړه یې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.

خو چین امریکا ته مشوره ورکړې، چې د افغانستانه دې په مسولانه توګه ووځي او د سرتېرو په ایستلو کې دې بېړه نه کوي.

اسلام آباد کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژاو په دې مرکه کې ویلي« د امریکا عسکر په افغانستان کې د ١٧ کلونو نه حضور لري. که هغوي د افغانستان نه ووځي نو دغه کار دې په دمه او مسولانه توگه ترسره کړي.»

هغه وړاندې زیاته کړې« که د امریکایي عسکر د وتلو نه وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه نو د ټولو نه مخکې به په پاکستان او چین بد اغېز وکړي، نو ځکه باید مونږ ټول د دغې مسلې د حل لپاره یو ځاې شو چې د سولې پروسه پیل شي.»

ژوا ټینګار کوي، چې د افغانستان مسله یواځې افغانان په خپله حل کولی شي او نړیواله ټولنه دې د افغانانو سره پدی لړ کې مرسته وکړي.

پاکستان کې د چین مرستیال سفیر پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د افغانستان د ۴٠ کلنې جګړې د ختمولو لپاره دې خبرو ته کېني او یو سیاسي حل دې راوباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي