۰

محب او خالد له طالبانو سره پر اوربند او ځواکونو پر پیاوړي کولو خبرې وکړې

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له وسله والو طالبانو سره پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي.
محب او خالد له طالبانو سره پر اوربند او ځواکونو پر پیاوړي کولو خبرې وکړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له وسله والو طالبانو سره پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب پرون په خپل کاري دفتر کې له ښاغلي خالد سره وکتل.

سرچینه وايي، دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو.

سرچینه وايي، ښاغلي محب او ښاغلي خالد ټینګار وکړ، چې امنیتي ځواکونه باید په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي تر څو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار له افغان ځواکونو د ولس ملاتړ څخه هر کلی وکړ او ویې ویل، چې  اوس مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل ځای لا پیاوړی کړی دی.

محب او خالد پر داسې مهال له طالبانو سره پر احتمالي اوربند او ځینو نورو مضوعاتو پر داسې مهال خبرې کوي، چې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د سعودي عربستان په جده کې یوه غونډه جوړېدونکې ده.

تمه کېږي، چې په نېژدې دوو اونیو کې د سعودي عربستان په جدې ښار کې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي او هلته د اوربند پر مسئلې بحث وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي