فاریاب کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

13 جدی 1397 ساعت 10:52

په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (د مرغومي ۱۲مه) د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دغه څو ساعته نښته کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا خبرپاڼه د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د ۳ طالبانو د وژل کېدو او د هغوی د دوه پټنځایونو له منځه وړلو پخلی کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 112035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com