په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (د مرغومي ۱۲مه) د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دغه څو ساعته نښته کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا خبرپاڼه د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د ۳ طالبانو د وژل کېدو او د هغوی د دوه پټنځایونو له منځه وړلو پخلی کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب