۰

ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونده جوړېږي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
ټاکل شوې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د مشرانو درې اړخیزه غونده جوړه شي.
ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونده جوړېږي
ټاکل شوې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د مشرانو درې اړخیزه غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي.

اردوغان چې پرون جمعه (د مرغومي ۱۴ مه یې له عمران خان سره ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې و ویل، تمه دغه چې دغه غونډه د ترکیې د محلي ټاکنو نه وورسته وشي.

نوموړي د غونډې د جوړېدو کره نېټه د روان میلادي کال د مارچ میاشتې ۳۱ مه نېټه وښوده چې په وینا یې باور لري مثبتې پایلې به ولري.

ښاغلي اردوغان ویلي« باور لرم چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ دغه درې اړخیزه غونډه به د زیاتو نارضایتو د له منځه وړلو لپاره گټوره وي.»

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم و ویل، چې هیله من دی دا غونډه د افغانستان د سولې سره چې ورته ډیره سخته اړتیا ده، مرسته وکړي.

باید و ویل شي، چې ترکیې پخوا هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د غونډو کوربتوب کړی دی.

ترکي ولسمشر پر داسې مهال په استامبول کې د افغان سولې په اړه د درې اړخیزه غونډې د جوړولو خبر ورکړي، چې تر دې وړاندې په مسکو، اماراتو کې هم د افغان سولې په تړاو غونډې جوړې شوې وې او ښايي د روانې میلادي میاشت په ۱۵ مه د سعودي عربستان جده کې هم پر افغان سوله غونډه جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي