د امریکا او روسیې د پوځ مشرانو د سوریې پر وضعیت خبرې کړې دي

15 جدی 1397 ساعت 9:43

د امریکا او او روسیې د پوخ مشرانو جنرال جوزیف ډانفورډ او جنرال ګراسیموف د سوریې پر وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.


د امریکا او او روسیې د پوخ مشرانو جنرال جوزیف ډانفورډ او جنرال ګراسیموف د سوریې پر وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي او امریکايي پوځي مشران پر داسې مهال د سوریې پر وضعیت خبرې کوي، چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر سر هم غور روان دی.

د جنرال ډانفورد له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هغه له خپل روسیې سیال سره خبرو کې په سوریه کې د عملیاتي جګړې د نه کړو پر ژمنې ټینګار کړی دی.

بل خوا د ګراسیموف دفتر وايي، په دغه تلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارت تر منځ د اړیکو پر ټنګښت ټینګار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د سوریې پر وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دغه راز نورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې بحث کړی دی.

روسیې او امریکايي پوځي مشران پر داسې مهال پر سوریه خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې له روسیې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

ټرمپ د سرتېرو د ایستلو احتمالي مهال وېش رد کړی خو ویلي یې دي، چې امریکايي ځواکونه به له آرام او منظم ډول له سوریې ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com