ملي امنیت هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده

15 جدی 1397 ساعت 10:15

یوه امنیتي سرچینه وايي، ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده.


یوه امنیتي سرچینه وايي، ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه زیاتي، چې ملي امنیت ځواکنو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا جبار شجاع پر زندان چاپه وهلې.

سرچینه زیاتوي، د ملي امنیت ځواکونو په دې عملیاتو کې د ملا جبار له زندانه ۱۲ ملکي وګړي راخوشي کړای شوي او یو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

که څه هم سرچینې د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته نه کړه خو وايي ملاجبار به په دغه زندان کې خلک شکنجه کول.

د هلمند امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 112075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com