یوه امنیتي سرچینه وايي، ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه زیاتي، چې ملي امنیت ځواکنو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا جبار شجاع پر زندان چاپه وهلې.
سرچینه زیاتوي، د ملي امنیت ځواکونو په دې عملیاتو کې د ملا جبار له زندانه ۱۲ ملکي وګړي راخوشي کړای شوي او یو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
که څه هم سرچینې د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته نه کړه خو وايي ملاجبار به په دغه زندان کې خلک شکنجه کول.
د هلمند امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند